د يوې تازه ټولپوښتنې پر بنسټ، ښايي د امريکا د کانګرېس په راتلونکو ټاکنو کې ډيموکراټ ګوند اکثريت وګټي.
ورځ تر بلې په دغه هېواد کې د ياد ګوند پلويان په زياتېدو دي.
دا ټولپوښتنه په ۶۱ ټاکنيو حوزو کې ترسره شوې او څرګندوي، چې ډيموکراټ ګوند د کانګرېس ۲۲۴ چوکۍ خپلوي، په داسې حال کې، چې د اکثريت لپاره ۲۱۸ چوکيو ته اړتيا ده.
له بل لوري بيا په دې اټکل کې د ۱۲ چوکيو بدل رابدل کېدل ممکن ښودل شوي، چې په هغه صورت کې بيا د جمهوري غوښتونکو د بريالي کېدو اټکل هم کېدای شي، خو ښايي ډېر چانس ډيموکراټان ولري.