ads

خبریالي له ګواښ سره مخ ده

په تېرو دوو وروستیو کلونو کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنې اجرائيوي رييس مجيب خلوتګر وايي،

نویسنده: mayar
2 تله 1397
خبریالي له ګواښ سره مخ ده

په تېرو دوو وروستیو کلونو کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنې اجرائيوي رييس مجيب خلوتګر وايي، وضعیت خورا ناړه دی او رسنیز ډګر له ګواښ سره مخ دی. د خلوتګر د معلوماتو له مخــې د پخــواني جمهور رييــس كـــرزي پــه ۱۳كلنـــه واکمنــۍ كې (۲۰۰۱تر ۲۰۱۴) پورې ۴۲تنه خبريالان وژل شوي، خو د ملي يووالي حكومت د واکمنۍ په ترڅ کې (۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸)پورې ۵۳ خبريالان وژل شوي دي: «د ۹۵كورنيو او بهرنيو وژل شویو خبريالانو له منځه ۴۴فيصده يې د پخواني جمهور ريیس حامد کرزي او ۵۶فيصده يې د ملي يووالي حکومت پر مهال وژل شوي دي.» خلوتګر وايي، د کرزي د واکمنۍ پر مهال هر كال درې خبريالان وژل كېدل، خو د ملي يووالي حكومت د واکمنۍ په هر كال کې ۱۳خبريالان وژل شوي دي. نوموړی حكومت د خبريالانو امنيت د تأمين په برخه کې مسوول ګڼي او ټينګار کوي چې امنيتي ادارې بايد د هغو خبريالانو د ژوند خونديتوب لهپاره نوی تشکیل رامنځ ته کړي چې د خبري پېښو د پوښښ لهپاره د پېښو سیمې ته ورځي.
له بل لوري خبريالان هم د امنیت نشت د خپل كار پر وړاندې جدي ستونزه بولي. د ارزو ټلوېزيون خبرياله زهرا ستوده وايي، د پېښو رسنيز پوښښ د هر خبريال دنده ده، خو غوره به دا وي چې دغه ډول پېښې په ډېر احتياط وپوښل شي او امنیتي ادارې د خبريالانو خونديتوب ته پام وکړي.
هاخوا د خبريالانو مصوونيت کمېټې مسوول صديقالله توحيدي هم حکومت د خبريالانو امنيت په تأمين کې پړ بولي او وايي، امنيتي ادارې بايد په دې تړاو ځانګړي پلانونه ولري. توحیدي زياتوي، د رسنيو او خبريالانو دوښمنان هم بايد پوه شي چې د خبريالانو په وژلو سره د معلوماتو او اطلاعاتو رسولو ماشين له کاره نهلوېږي او رسنیز بهیر به پرمخ ځي.
که څه هم له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنه يا نی وړانديز کوي چې د خبريالانو امنيت د خونديتوب لهپاره دې ځانګړی ځواک جوړ شي، خو د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، دغه چاره یوې اساسي پاليسۍ ته اړتيا لري او د رسمي وړانديز په صورت کې به د امنيتي ادارو د رهبرۍ له لوري تر څېړنو وروسته دا تشکيل رامنځ ته شي.
د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه اندېښنې داسې مهال ډېرېږي چې په وروستۍ خونړۍ پېښه کې چې په دشت برچي کې رامنځ ته شوه د نورو ملکي وګړو ترڅنګ یو خبریال او یو انځور اخستونکی ووژل شول او پنځه نور خبريالان ټپيان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA