ads

جمهور رئيس غني: د حج بهير لا هم د قناعت وړ نه دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په وروستيو څلورو کلونو کې د حج بهير ښه پرمخ تللى، خو بيا هم د قناعت وړ نه دى.

نویسنده: mayar
2 تله 1397
جمهور رئيس غني: د حج بهير لا هم د قناعت وړ نه دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په وروستيو څلورو کلونو کې د حج بهير ښه پرمخ تللى، خو بيا هم د قناعت وړ نه دى.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني تېر مازديګر د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د افغان حاجيانو د وروستي کاروان هرکلى وکړ.
په پيل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني وويل، سږ کال د هېواد د جمهور رئيس په لارښوونه افغان حاجيانو ته زياتې اسانتياوې برابرې شوې وې.
ورپسې د حاجيانو په استازيتوب محمد امين موحدي خبرې وكړې او زياته يې كړه، سږ کال افغان حاجيانو ته ښې اسانتياوې په پام کې نيول شوې وې.
د نوموړي په خبره، افغان حاجيانو په خپلو عبادتونو کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره دعاګانې وکړې.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، دولت مکلف دى، چې حاجيانو ته اسانتياوې رامنځته كړي.
هغه زياته كړه، ځكه د حاجيانو هركلي ته ورغى، چې د حج په بهير كې له موجوده ستونزو او كميو ځان خبر او د رفع كولو لپاره يې اقدام وكړي.
نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د راتلونکي کال د حج پروسې لپاره سر له اوسه تدابير ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA