648
۲ تله ۱۳۹۷
لیکونکی: عصمت‌الله مايار

“که پر بهیر غږېږو، ډېر به پر تصویر غږېږو”

د کليد مجلې درنو لوستونکو په دې ګڼه کې مو د هېواد له وتلي شاعر، ليکوال او ژورناليست نوراجان بهير سره مرکه کړې ده. بهير له نن څخه ۳۵کاله وړاندې د خوست ولايت مرکز متون اړوند مندوخېلو کلي کې سترګې غړولي. بهیر په ۱۳۸۲لمریز کال د خوست له غرغښت لیسې څخه فارغېږي، ورپسې د خوست په دارالمعلمين کې دوه کاله انګليسي ادبيات لولي. تر دې وروسته د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې پښتو ادبيات لولي او په ۱۳۹۴لمريز کال له دغه پوهنځي د فراغت سند ترلاسه کوي. نوموړی دمګړۍ په کابل پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو په څانګه کې ماسټري کوي. نوراجان بهير ۱۵کاله وړاندې ژورناليزم او ليکوالۍ ته مخه کړه، ۱۳کاله يې له کليد ګروپ سره د خبريال، پروډيوسر، د خپرونو مسوول او د راډیو مسوول په توګه دنده ترسره کړې او اوس هم د خوست کليد راډيو مسوول دی. پر ژورنالیستیکو فعالیتونو سربېره بهير د پښتو شعر په ګلبڼ کې يو ځانګړی نوم دی، څو کاله وړاندې يې يو شعر چې د خبريالۍ د دندې د يوه تريخ اړخ په تړاو يې ليکلی وو(هره ورځ وايم د مړينې اعلانونه) ډېر شهرت وموند او د هر چا په خوله او ژبه و. نور مو د انتظار شېبې رالنډوو، دا تاسې او دا هم له نوراجان بهير سره د کليد مجلې مرکه:
کلید: څه وخت مو د شعر لیکلو ته مخه کړه، ایا لومړنی شعر مو په یاد دی؟
بهیر: زه د داسې یوه هېواد اوسېدونکی یم چې له بده مرغه له خوښیو یې غمونه ډېر دي” نو ځکه مې نه خوښېږي چې نېټې وليکم، یا یې په یاد ولرم. خو نږدې دوه لسیزې به کېږي چې شعر لیکم. لومړنی شعر مې هم دقیق نه رایادېږي، خو دومره مې په زړه دی چې د چا د زرکو سترګو له اثره مې لیکلی و او د هماغو بڼورو سترګو ستاینه په کې وه. ههههه
کلید: ستاسو د شعرونو او نثرونو ژبه انځوریزه او هنري ده، دا ولې؟
بهیر: که له زړه درته ووایم، زما تر ډېره د خپل شعر ښکلاییزو اړخونو ته پام نه و، چې کله به مې د نورو له خولې د خپل شعر د نازکیو په اړه اورېدل، نو حیرانېدم. بیا مې چې لومړۍ شعري ټولګه (په سپوږمۍ کې تصویر یو دی) چاپېده” نو تکړه او ځوان کره کتونکي ډاکټر احسانالله درمل پرې سریزه وليکله او غالباً د سریزې سرلیک یې دا و (که پر بهیر غږېږو، ډېر به پر تصویر غږېږو) هغه زما په شاعرۍ کې د تصویر او انځور برخه راسپړلې وه. له دې خوندورې لیکنې زه په خپله شاعرۍ کې د انځورګرۍ برخې ته متوجه شوم. د نثر برخه کې چې کومه ټوټه، کیسه او ان عادي ورځنۍ لیکنې او کالمونه به مې چې لیکل په هنري ژبه کې مې خوښېدل، دا چې څومره به هنري وو، زما زړه اوبه نه پرې څښلې، خو لوستونکو به خوښول.
کلید: تاسې ښه لیکوال او کره کتونکی هم یادېږئ، د دې راز په څه کې دی؟
بهیر: یو وخت مې ادبي ټوټه، لنډه کيسه، طنز او کالمونو کې طبعهازمايي وکړه، لوستونکو خوښ کړل، خو نهپوهېږم، ما ډېر دوام ورنهکړ، ممکن د مجلو او ورځپاڼو نامنظموالي زه هم په ناغېړۍ اخته کړم. د کره کتنې برخه کې مې د ادبي بهیرونو غونډو کې برخه اخستې او کله مې د ځینو ملګرو کتابونه کتلي، خو دې برخه کې ډېر زړور نهیم، ځکه زه د کره کتنې پر وخت د یو شاعر په حیث فکر کوم. د شعر ليکنې حالت نه بیانېدونکی دی او هېڅ کره کتونکی هغه حالت نهشي محسوسولی کوم چې شاعر یې د شعر ليکلو پر وخت محسوسوي، ځکه نو کره کتنه تل راته نېمګړې ښکاري.
کلید: کوم وخت درته د شعر الهام کېږي؟
بهیر: کله مې کومه موضوع، درد، واقعه، یا یوه ادا او نظر په شعر لیکلو مجبور کړي. ځینې وخت مې زړه غواړي شعر وليکم، څه رنګین او منظوم لفظونه مې هم ذهن کې تاوېږي، خو زړه مې اوبه نه پرې څښي، خو کله نه غواړم ویېليکم، ولې په زور ځان راباندې ليکي. دا یو نه بیانېدونکی حالت دی چې یوازې شاعر یې د شعر د لیکلو پرمهال درک کولی شي.
کلید: شعرونه مو په کوم قالب کې دي او تر اوسه مو څو شعري ټولګې چاپ شوي؟
بهیر: ډېر خو مې غزل لیکلی، یو وخت مې نظمونه هم لیکل. خو نظم د یوې موضوع د پراختیا له کبله کله کله له مجبورۍ لیکم، هر وخت نظم نهشم لیکلی، خو دا چې د غزل هر بیت د یوې موضوع د رانغاړلو اجازه درکوي؛ نو غزل ډېر لیکم. تر اوسه مې دوه شعري ټولګې چاپ شوي؛ په سپوږمۍ کې تصویر یو دی او زه د ماتې ایينې مخ ته ولاړ یم.
کلید: ستاسو شعرونه ډېر مینهوال لري، د دې راز په څه کې دی؟
بهیر: ممکن عمده راز یې دا وي چې ما د خپل ژوند او شاوخوا کلیوالي چاپېریال تجربې او واقعیتونه شعر کړي دي. ما که د خپل ژوند ماشومتوب انځور کړی، د سیمې یو مشر راته ویلي چې دې تابلو کې یې د خپل ماشومانه ژوند انځورونه لیدلي. ما که د خپل ژوند یوه ترخه، یا خوږه شیبه شاعرانه کړې، یو چا راته ویلي چې دا شیبې یې د تېر ژوند برخه وې او اوس یې په خوند لولي.
کلید: د خپلو شعرونو، لیکنو او فعالیتونو له کبله څومره ستایل شوي یاست؟
بهیر: د بېلابېلو ټولنو او ادارو له خوا ستاینلیکونه راکړل شوي، وروستی یو یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د هنر عالي شورا له خوا یو ایوارډ و. زه له ټولو مننه کوم. خو ډېره مینه ماته زما عام ولس راکړې، ځکه له شعر، له ليکنې، له ژورنالیستیکي بوختیاوو زما دومره تمه نهوه، خو له نیکه مرغه چې اغېزې یې ډېرې وې او دا هر څه ماته د خپلو خلکو له خوا له ښه غبرګون او بېلګو سره وویل شول، زه له خپله کاره په دې ډېر راضي یم چې له اټکل او تمې ډېر اثر یې پرېښی دی.
کلید: ایا داسې شعرونه او غزلې هم لرئ چې سندرغاړو ویلي وي؟
بهیر: هو، پر څو غزلو سربېره زما دوه نظمونه هم دوو هنرمندانو ویلي: یو “وزیرستان” ته لیکل شوی نظم و چې د کوزې پښتونخوا تکړه هنرمند راشد احمدخان ویلی او بل هم “ماشومتوب” ته لیکل شوی نظم، ځوان هنرمند ګل روف شوقي ویلی دی.
کلید: د پښتو شعر لهپاره څومره کار کېږي، ایا یوازې مناسبتي مشاعري کافي دي؟
بهیر: له بده بخته چې دې برخه کې ناغېړۍ او نیمګړتیاوې ډېرې شته، دودیزې، مناسبتي، یا کلنۍ مشاعرې هم تر ډېره شعارونو ته ځانګړې شوې، یا تر شعر شعار ډېر په کې ستایل کېږي، علت یې دا دی چې د مشاعرو جوړوونکي خپله د شعر او مشاعرې پر څرنګوالي او نظم نه پوهېږي. بله دا چې زموږ مسوولې ادارې هم شاعرۍ ته پام نهکوي.
کلید: د شعر او په عموم کې د ادب او ژبې د پرمختیا لهپاره مو وړاندیزونه څه دي؟
بهیر: شعر خو تر ډېره د ټولنې له پرمختګ او شاتګ سره اړه نهلري، خو د کره کتنو غونډې، ښو کتابونو ته د چاپ زمینې، د معیاري مشاعرو او بنډارونو تیارول یې پر ښهوالي اغېز لرلی شي. د عمومي ادب او ژبې په برخه کې بیا د مسوولو ادارو پاملرنه اړینه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ اداره چې د همدې برخې مسوولیتونه لري، خو له بده مرغه پام وړ کار یې نهدی کړی، ترڅنګ یې زموږ نورې اکاډمیکې ادارې، لکه: د علومو اکاډمي، پوهنتونونه او ځینې نورې حکومتي او شخصي ادارې که وغواړي، د خپلمنځي همغږۍ او لږو امکاناتو په صورت کې د ژبې او ادب لهپاره ډېر څه کولی شي.
کلید: که شخصي ژوند ته مو راشو، د واده ثمره مو څه ده؟ ایا د ژوند ملګرې په اړه څه راته ویلی شې؟
بهیر: ستاسو له اندازه داسې ښکاري چې زموږ په ټولنه کې وېروونکې پوښتنه همدا ده… ټوکه مې وکړه، هههه. هو ولې نه، واده مې کړی، څلور زامن او یوه لورکۍ لرم، ټول راباندې ګران دي. مور یې د ګډ او اجتماعي ژوند له ټولو نزاکتونو سره اشنا ده، پر اولادونو ډېر پام کوي، ان زما د زدهکړو او کار هڅوونکې او تکیه هم ده.
کلید: د ماشومانو راتلونکې په اړه څه راته ویلی شې؟
بهیر: “الهام” او “عرفان” په ابتدايي زدهکړو بوخت دي، الهام د کرکټ ډېر مینهوال دی، زه چې هر ماښام کور ته ځم، اول دی د هېواد او نړۍ د کرکټ څو خبرونه په یوه ساه راته وايي، ممکن د زدهکړو ترڅنګ یې کرکټ ته هم مخه شي. عرفان شوخ دی، خو ترڅنګ یې ذهن تخنیکي تمایل ډېر لري، څه چې په لاس ورځي ورانوي او جوړوي یې. “ایمان” یو ځل د معلم له لښتې ښوونځی پرېښود، بیا یې د ملا له لښتې جومات پرېښود، اوس وايي چې ووړ یم، خو خير کال ته به درس پرې پیل کړم. ریحان لا دوه کلن نهدی، خو خویونه یې عرفان ته شوي. “ذکیه” د عمر په لحاظ د وروڼو ترمنځ ده، هغه هم ښوونځي کې د معلمې له لښتې ډاره شوې وه چې څومره وس مو وکړ، بیا ښوونځي ته نه تله، اوس کلي ته نږدې د نجونو مدرسې ته ورځي، تکړه ده.
کلید: خپل یو ارمان مو راته ووایئ او د خپل شعر یوه نمونه هم:
بهیر: د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د خپل هېواد او ولس امن مې ستر ارمان دی. شعرونه ډېر دي، خو داسې څه به ووایو چې د همدې ارمان او روانو حالاتو څه نا څه انځور په کې وي:
د دې ولس برخلیک دومره په خطر کې نهو
د زور کمی نهو، خو عقل یې په سر کې نهو
یو ځای له ډېرو سالارانو نه یو جوړ نه شو
بل ځای د سر سړی د ټول قوم په لښکر کې نهو
زموږ په دغو بې وسیو به زړه چاودي وی، خو
د چیغې زور هم په شمشاد او په خیبر کې نهو
ګناه یوه وه، خو عجیبه نتیجه یې دا وه
د تومت داغ یې په ټیکري کې و، څادر کې نهو
زړه مې له خپل ځایه بې ځایه و، ونه لګېدو
ګنې څه عیب د یار په سترګو او نظر کې نهو
چې بېلېدې، سترګې دې پټې کړې او وبوږنیدې
چې ځان ته ځیر شوم، یو صدف مې په ټټر کې نهو
“بهیره” ستا هم ځواني تېره شوه، که څه کیسه ده
نن خو دې ذکر په حجره او په ګودر کې نهو

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *