د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان له هغو ترکي پوهانو، چې په نورو هېوادونو کې مېشت دي، وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړي دا غوښتنه په هغه فيسټيوال کې د وينا په مهال وکړه، چې په ترکيه کې د مغزونو له تېښتې سره د مبارزې په هدف جوړ شوی و.
اردوغان وويل، دوی اوس مهال خپل هېواد ته د ترکي پوهانو د ستنولو پر کمپاين بوخت دي.
هغه زياته کړه، د نړۍ په نورو هېوادونو کې له مېشتو ترکي پوهانو غواړي، چې د خپل هېواد له علمي او ټکنالوژيکي بهير سره يو ځای شي.
د ترکيې جمهور رئيس د يو شمېر هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې لوېديځ ته د زده کړو لپاره لېږل شوي، خو د ده په خبره له غولول شوو ذهنونو سره بېرته ور ستانه شوي دي.