د بادغيس امنيتي چارواكي په دې ولايت كې په تېرو ۱۵ ورځو كې د لسګونو وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني وايي، په ياده موده كې د دغه ولايت په مركز او ولسواليو كې د جګړو په مهال له ۱۰۰ زياتو طالبانو او څه باندې ۲۰ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړى زياتوي، د جوند ولسوالۍ د قوقند كلي پر پوستو د طالبانو تازه بريد د امنيتي ځواكونو له لوري په شا وتمبول شو.
د اميني په وينا، تر بريد وروسته په رامنځته شوې نښته كې ۱۰ طالبان او د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او اووه طالبان ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ