ads

ولسي جرګې د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون د لغوه كولو غوښتنه وكړه

د ولسي جرګې يو شمېر غړي د كابل او واشنګټن ترمنځ پر امنيتي تړون پر بياځلي غور ټينګار او د هغه د لغوه كولو غوښتنه كوي.
دوى وايي، د دغه تړون له لاسليكېدو وروسته په هېواد كې امنيتي حالت ورځ تر بلې خراب شوى او ګڼ شمېر ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 وږی 1397

د ولسي جرګې غړو عبدالستار خواصي او الله ګل مجاهد نن د دې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، امريكا له امنيتي تړونه په ګټې اخيستنې په افغانستان كې په جنايت لاس پورې كړى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې يو شمېر سياسي ګوندونه او څېرې او عام خلك هم د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون د لغوه كولو غوښتونكي دي، خو د ملي يووالي حكومت يې د ساتنې هڅې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA