ads

د هرات د پوهنې نوى رئيس معرفي شو

د هرات د پوهنې نوى رئيس نن په سختو امنيتي تدابيرو كې د دغه ولايت د پوهنې رياست كاركوونكو ته وروپېژندل شو.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، روح الله ازهد د جمهور رئيس د فرمان پر بنسټ د دې ولايت د پوهنې د نوي رئيس په توګه ټاكل شوى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 وږی 1397
د هرات د پوهنې نوى رئيس معرفي شو

د هرات د پوهنې نوى رئيس نن په سختو امنيتي تدابيرو كې د دغه ولايت د پوهنې رياست كاركوونكو ته وروپېژندل شو.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، روح الله ازهد د جمهور رئيس د فرمان پر بنسټ د دې ولايت د پوهنې د نوي رئيس په توګه ټاكل شوى دى.
بلخوا د هرات د پوهنې ګوښه كړاى شوي رئيس عبدالرزاق احمدي كليد ته وويل، جمهوري رياست د هرات د ولايتي شورا د رئيس كامران عليزايي د فشار له مخې له دندې د ده د ګوښه كولو پرېكړه كړې ده.
د نوموړي په خبره، د يو شمېر ښوونځيو مديرانو د ده له ګوښه كولو سره مخالفت څرګند كړى او خبردارى يې وركړى، كه د جمهوري رياست تصميم بدل نه شي، اعتصاب به پيل كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د هرات د ولايتي شورا رئيس كامران عليزايي څه موده وړاندې د دغه ولايت د پوهنې رياست په فساد تورن كړى او خبردارى يې وركړى و، كه احمدي له دندې ګوښه نه كړاى شي، نو د ياد رياست دروازه به وتړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA