د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې په راتلونكو ټاكنو كې د راى وركوونكو د بايومټريك كولو لپاره د خپل كار د دوام خبر وركوي.
د دغه كمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، په دې اړه يې څېړنې ۷۰ فيصده بشپړې شوي او ډېر ژر به د راى وركوونكو د بايومټريك كولو په تړاو خپل وروستى تصميم اعلان كړي.
نوموړي زياته كړه، د ملي يووالي حكومت د يادې پروسې لپاره د وسايلو د برابرولو مسووليت پر غاړه لري، خو تطبيق او مديريت يې د ټاكنو خپلواك كمېسيون كار دى.
د هاشمي په وينا، د ولسي جرګې ټاكنو د كانديدانو ټاكنيزې مبارزې د تلې مياشتې په شپږمه نېټه پيلېږي او ۲۰ ورځې دوام كوي.
ده همدارنګه وويل، د ټاكنو په ورځ به د راى وركولو ۵۱۰۰ مركزونه، چې شاوخوا ۲۱ زره محلونه لري، پرانيستي وي.
ټاكل شوې د ولسي جرګې ټاكنې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي، خو په ځينو ولايتونو كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د دفترونو تړل كېدو د دغو ټاكنو د ځنډېدو وېره زياته كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ