په فراه كې ټرافيكي پېښې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند ناصر مهري كليد ته وويل، دا ټرافيکي پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د بکواه ولسوالۍ په پوزک سيمه کې رامنځته شوې ده.
دى زياتوي، له هراته كندهار ته روان يوه ۳۰۴ ډوله موټر له ټېلر سره ټکر کړى، چې له كبله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
مهري د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې د هېواد پر لويو لارو ټرافيكي پېښې زياتې شوي، چې له كبله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د موټر چلوونكو نه مسلكيتوب، بې احتياطي، د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل او ځينې نور په هېواد كې د ټرافيكي پېښو علتونه دي.