ads

عبدالله د جمهوري رياست په ټاكنو كې د مرستيال په توګه ګډون نه كوي

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جمهوري رياست په راتلونكو ټاكنو كې د يوه كانديد د مرستيال په توګه د ده د ګډون په اړه اوازې رد كړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 وږی 1397
عبدالله د جمهوري رياست په ټاكنو كې د مرستيال په توګه ګډون نه كوي

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جمهوري رياست په راتلونكو ټاكنو كې د يوه كانديد د مرستيال په توګه د ده د ګډون په اړه اوازې رد كړې.
هغه نن د لويې جرګې په خېمه كې د پخواني جمهور رئيس او د سولې عالي شورا د رئيس برهان الدين رباني د ترور د اوومې كليزې نمانځغونډې ته وويل، د جمهوري رياست په راتلونكو ټاكنو كې د كوم ټاكنيز ټيم د مرستيال په توګه ګډون نه كوي.
عبدالله كه څه هم په څرګند ډول په ټاكنو كې د خپلې كانديداتورۍ په اړه څه ونه ويل، خو هيله يې څرګنده كړه، چې خپل همكار ټيم يې بريالى شي.
اجرائيه رئيس همدارنګه وويل، په پارلماني ټاكنو كې له بايومټريك سيسټم څخه د ګټې اخيستنې په تړاو به د ټاكنو خپلواك كمېسيون تصميم ژر اعلان شي.
د هغه په وينا، دا تصميم به د ټاكنو په اړه د خلكو او سياسي ګوندونو اندېښنه رفع كړي.
بل پلو عبدالله ټينګار كوي، چې د ملي يووالي حكومت به خپل كار ته د ټاكنو ترسره كېدو پورې دوام وركړي.
د نوموړي په خبره، خلكو دې حكومت ته رايې وركړي او كاري دوره يې بايد بشپړه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA