ads

سليم: د سولې هڅې مو په برياليتوب سره روانې دي

نن د سپټمبر مياشتې ۲۱مه نېټه د سولې له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په ‎داسې حال کې نمانځل كېږي، چې افغانستان اوس هم په جګړو کې ښکېل دى او هره ورځ په ‎کې په چاودنو او ځانمرګو بريدونو كې د خلکو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 وږی 1397
سليم: د سولې هڅې مو په برياليتوب سره روانې دي

نن د سپټمبر مياشتې ۲۱مه نېټه د سولې له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په ‎داسې حال کې نمانځل كېږي، چې افغانستان اوس هم په جګړو کې ښکېل دى او هره ورځ په ‎کې په چاودنو او ځانمرګو بريدونو كې د خلکو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.
د سولې عالي شورا وايي، افغانان نور له جګړو ستړي شوي او سوله ‎ييز ژوند غواړي.
د دغې شورا مرستيال عطاء الرحمن سليم د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت يو ځل بيا له وسله‎ والو طالبانو وغوښتل، چې د جګړې پر ځاى سوله هم تجربه کړي.
هغه كليد ته وويل، د دوى هڅې په برياليتوب سره روانې دي او هيله يې څرګنده كړه، چې ژر يا په ځنډ به د سولې بين الافغاني خبرې پيل شي.
په افغانستان کې د سولې هڅې له کلونو راهيسې روانې دي، خو د دې هېواد خلک سولې ته، چې ستره هيله ‌يې ده، نه ‎دي رسېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA