ads

د ملي دفاع وزارت د لسګونو مخالفينو د مرګ ژوبلې ادعا كړې

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال د لسګونو وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 وږی 1397
د ملي دفاع وزارت د لسګونو مخالفينو د مرګ ژوبلې ادعا كړې

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال د لسګونو وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په ننګرهار، غزني، پکتيا، خوست، کندهار، زابل، اروزګان، بادغيس، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو كې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې له ۱۰۰ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي، ۳۵ تنه ټپيان شوي او د دوو شكمنو كسانو په ګډون ۲۰ تنه نيول شوي دي.
په خبرپاڼه كې د امنيتي ځواكونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA