ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په متحده عربي اماراتو كې د ترسره كېدونكو اسيا جام سياليو په دوهم پړاو كې خپله لومړۍ لوبه د پاكستان د كركټ له ملي لوبډلې سره وكړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو پيل شي.
تر دې مخكې په ګروپي پړاو سياليو كې افغانستان خپلې دواړه لوبې وګټلې او سريلانكا او بنګله دېش ته يې ماتې وركړې.
دوهمه لوبه يې د بنګله دېش د كركټ له ملي لوبډلې سره پرون مازديګر په څلورو بجو پيل شوه او تېره شپه پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
افغان لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۵ منډې وكړې، خو د بنګله دېش لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه شو كړاى او ټول لوبغاړي يې په ۴۲ اعشاريه ۱ اورونو كې د ۱۱۹ منډو په كولو له لاسه وركړل.
افغانستان دا لوبه د ۱۳۶ منډو په توپير وګټله.
د كركټ د اسيا جام سياليو په ګروپي پړاو كې د افغانستان، پاكستان، هند، بنګله دېش، سريلانكا او هانګ كانګ لوبډلو برخه لرله، خو سريلانكا او هانګ كانګ خپلې دواړه لوبې وبايللې او له مخكې تګه پاتې شول.
افغانستان د راتلونكې يكشنبې په ورځ له بنګله دېش او د سې شنبې په ورځ له هند سره لوبې لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ