د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ د سيد جمال الدين لېسې د زده كوونكو لپاره د شاوخوا ۶۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ثواب په نوم خيريه بنسټ له لوري د فوټبال لوبغالى جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دې ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، ياد لوبغالى په نېږدې يونيم جريب ځمکه کې د شاوخوا ۱۰ مياشتو په موده کې جوړ شوى دى.
د فوټبال د دغه لوبغالي د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د کوز کونړ ولسوال، ښاروال، قومي مشرانو، ځوانانو، نظامي مسوولينو او ګڼ شمېر نورو كسانو ګډون کړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ