ads

هند له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې هوکړې لاسليک کړې

هند افغانستان ته د زرو ملي بسونو پر ورکړې سربېره ګڼ شمېر پروژې پلې کوي او توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنيکي ټيمونه به د دې چارو د ژر عملي کار د پيلولو لپاره زمينه برابروي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وږی 1397
هند له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې هوکړې لاسليک کړې

هند افغانستان ته د زرو ملي بسونو پر ورکړې سربېره ګڼ شمېر پروژې پلې کوي او توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنيکي ټيمونه به د دې چارو د ژر عملي کار د پيلولو لپاره زمينه برابروي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رييس غني او د هند لومړي وزير نريندرا مودي پرون د افغانستان او هند د دوستانه اړيکو او دوه اړخيزه همکاريو د لا پراختيا، له تروريزم سره د ګډې مبارزې او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او ترانزيټي همکاريو د پراختيا، سيمه‏ييز اتصال، د افغانستان – هند هوايي دهليز د انکشاف، د لوړو، حرفوي او پر ليکه زده کړو او همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د ګډې پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هند لومړي وزير وويل، هېواد يې د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمريزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کليو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سيستم، ۳۵۰ ښاري ملي بسونو د ترميم او د يو زر نويو ملي بسونو د ورکړې، د غذايي توکو د پروسس او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول مالي او تخنيکي همکارۍ ته چمتو دی او پر دې توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنيکي ټيمونه دې ژر تر ژره د عملي کار د پيلولو زمينه برابره کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA