ads

نن د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ لوبډلې د لوبې ډګر ته وزي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اسيا جام سياليو په لړ کې خپله دويمه لوبه له بنګلدېش سره ترسره کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وږی 1397
نن د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ لوبډلې د لوبې ډګر ته وزي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اسيا جام سياليو په لړ کې خپله دويمه لوبه له بنګلدېش سره ترسره کوي.
دغه لوبه نن د افغانستان په وخت د مازديګر په څلورو بجو د متحده عربي اماراتو په ابو ذبۍ ښار کې پيلېږي.
افغانستان تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې سريلانکا ته د ۹۱ منډو په توپير ماتې ورکړه او دغه لوبډله يې له دوهم پړاو بې برخې کړه.
سريلانکا تر دې وړاندې له بنګلدېش هم ماتې خوړلې وه.
که څه هم افغانستان او بنګلدېش دواړو دويم پړاو ته لاره موندلې ده، خو د نن ورځې لوبه د اسيا جام د بي ګروپ اتله لوبډله ټاکي.
د اسيا جام دويم پړاو ته تلونکې څلور واړه لوبډلې مشخصې شوې دي، له اې ګروپ هند او پاکستان او له بي ګروپ بيا افغانستان او بنګلدېش دويم پړاو ته لاره موندلې ده.
په دويم پړاو کې به هره لوبډله له درېيو نورو لوبډلو سره يوه يوه لوبه کوي او هغو دوو لوبډلو چې تر ټولو ډېرې لوبې يې وګټلې، په مستقيم ډول پايلوبې ته ځي.
پرون د دغه لوبو په لړ کې هند پاکستان ته د اتو وېکټو په توپير ستره ماتې ورکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA