ads

غني: د کابل د لوديځ د امنيت لپاره د امنيه قومندانۍ په تشکيل کې نوی معاونيت رامنځته شوی

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چې ترهګر د جوماتونو، ښوونځيو او علمي مرکزونو په نښه کولو سره يو غلطه لاره غوره کړې ده او ملکي وګړي وژني.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وږی 1397
غني: د کابل د لوديځ د امنيت لپاره د امنيه قومندانۍ په تشکيل کې نوی معاونيت رامنځته شوی

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چې ترهګر د جوماتونو، ښوونځيو او علمي مرکزونو په نښه کولو سره يو غلطه لاره غوره کړې ده او ملکي وګړي وژني.
جمهور رييس غني چې د پنجشنبې په ورځ يې د کابل ښار په لوديځ کې د عاشورا په مراسمو کې خبرې کولې ټينګار وکړ، چې د هېواد دښمنان خپلو بريدونو ته قومي او مذهبي اړخ ورکوي.
جمهور رييس دغه راز زياته کړه، چې د کابل د امنيه قومندانۍ له لوري د کابل ښار د لوديځ لپاره نوی معانيت رامنځته شوی دی.
د کابل ښار د لوديځ په تړاو د جمهور رييس غني څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې په وروستيو اوونيو کې داعش ډلې په دشت برچي سيمه کې په ښوونيزو او سپورتي مرکزونو بريدونه وکړل او په پايله کې تر سلو ډېر ملکي وګړي ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA