ads

عبدالله: د ټاکنو کمېسيون د دفترونو تړل سم عمل نه دی

د ملي يوالي حکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د ټاکنو کمېسيون د دفترونو تړل د دغه پروسې له رونټيا سره مرسته نه شي کولاي. اجرايه رييس چې د محرم د لسمې يا عاشورا په مراسمو کې يې خبرې کولې وويل که څه هم د ټاکنو د کمېسيون د دفترونو تړل ناسم کار دی […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وږی 1397
عبدالله: د ټاکنو کمېسيون د دفترونو تړل سم عمل نه دی

د ملي يوالي حکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د ټاکنو کمېسيون د دفترونو تړل د دغه پروسې له رونټيا سره مرسته نه شي کولاي.
اجرايه رييس چې د محرم د لسمې يا عاشورا په مراسمو کې يې خبرې کولې وويل که څه هم د ټاکنو د کمېسيون د دفترونو تړل ناسم کار دی خو د خلکو په وړاندې د امنيتي ځواکونو کارول هم سم عمل نه دی.
په همدې حال کې د جمهور رييس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، د ملي يووالي حکومت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې رڼې ټاکنې ترسره کړي.
د دانش په خبره د هېواد ټول قومونه د يو شان حقونو لرونکي دي او له ټولو قومونو سره يو ډول چلند کيږي.
نوموړی زياتوي، د ملي يوالي حکومت د خلکو په وړاندې ځواب ويونکي دي او دوی د عدالت د تامين او قانون د حاکميت لپاره کار کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA