ads

جلال اباد کې چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان كړل

په ننګرهار کې د ماين چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وږی 1397
جلال اباد کې چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان كړل

په ننګرهار کې د ماين چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړل.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياني کليد ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۷ نيمې بجې د جلال آباد ښار څلورمې ناحيې اړوند بريښنا رياست ته څېرمه ځای پرځای شوي ماين چاودنه کړې ده.
خوګياڼی وايي، د دې چاودنې له کبله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
له بل لوري بيا د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، دغه پېښه د ګاز ډبې د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د امنيت آمر سمونوال غلام مجتبی قيس وايي، دې چاودنې نږدې هټيوالو ته هم مالي زيانونه اړولي دي. خو دقيقه اندازه يې تر دې مهاله نه ده معلومه شوې.

د دې پېښې مسئوليت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخيستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA