د پوهنې وزارت چارواكي وايي، په کابل ښار کې ۲۱ نجونې زده کوونکې او دوه ښوونکې مسمومې شوي دي.
د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت کليد ته وويل، پرون له غرمې مخکې د کابل ښار د ۱۱مې تعليمي حوزې اړوند عبدالقادر بېدل لېسه کې د يوه کس لخوا ټولګي ته يو ډول مارکر قلم غورځول شوی، چې له هغه نه خاکستري رنګه پوډر خپور شوی.
نزهت زياته کړه، د همدې پېښې له کبله ۲۱ زده کوونکي او ۲ استادان مسموم شوي دي.
د هغه په وينا، مسموم شوي زده کوونکي او ښوونکي روغتون ته لېږدول شوي او د روغتيايي حالت تر ښه کېدو وروسته بېرته رخصت شوي دي.
د پوهنې وزارت ويانده وايي، د دغه پېښې په تړاو پوليسو ته خبر ورکړل شوی او څېړنې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو کلونو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې د نجونو زدهکوونکو د مسمومېدو ګڼې پېښې رامنځته شوې دي، خو دا لومړی ځل دی چې سبب يې څرګندېږي او زده کوونکې او ښوونکې ټولګي ته د مارکر قلم له غورځېدو وروسته مسمومېږي.