ads

عزيزالله فضلي د کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو

د جمهور رييس غني د حکم له مخې د کرکټ بورډ پخوانی سلاکار عزيزالله فضلي د شکرالله عاطف مشعل پر ځای د دغه ادارې نوی عمومي مشر وټاکل شو. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې له مخې د جمهور رييس […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وږی 1397
عزيزالله فضلي د کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو

د جمهور رييس غني د حکم له مخې د کرکټ بورډ پخوانی سلاکار عزيزالله فضلي د شکرالله عاطف مشعل پر ځای د دغه ادارې نوی عمومي مشر وټاکل شو.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې له مخې د جمهور رييس غني له لوري د شکرالله عاطف مشعل پر ځای د کرکټ بورډ د غړي او عمومي مشر په توګه د عزيزالله فضلي ټاکل منظور شوي دي.
جمهور رييس په دغه حکم کې نوي ټاکل شوي مشر ته په خپلو چارو کې د برياليتوب هيله کړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA