ads

صياد: راى وركوونكي د ټاکنو په ورځ بايومټريک کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو رای ورکوونکي به د رای ورکولو په ورځ بايومټريک شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وږی 1397
صياد: راى وركوونكي د ټاکنو په ورځ بايومټريک کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو رای ورکوونکي به د رای ورکولو په ورځ بايومټريک شي.
د دغه کمېسيون رييس ګلاجان عبدالبديع صياد نن د ټاکنو په ملي غونډه کې وويل، د دغه کار لپاره هڅې دوام لري او له څو کمپنيو سره د رای ورکوونکو د بايومټريک کولو په تړاو خبرې شوې دي.
د ټاکنو کمېسيون رييس دغه راز وايي، چې د طالبانو او داعش تر څنګ يو شمېر ګاونډي هېوادونه او د ټاکنو له وروستي لېست څخه حذف شوي نوماندان د ټاکنو د تخريب هڅه کوي.
د ټاکنو کمېسيون دغه راز وايي، چې د دغه کمېسيون د ولايتي دفترونو تړل د ټاکنو په ګټه نه دي او د دغه پروسې له روڼتيا سره مرسته نه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA