ads

جمهور رئيس غني نن سهار هند ته لاړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند پايتخت ډيلي ته روان شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وږی 1397
جمهور رئيس غني نن سهار هند ته لاړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند پايتخت ډيلي ته روان شو.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، جمهور رئيس غني به په دغه سفر کې د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره ځانګړې ليدنه ولري.
خبرپاڼه زياتوي، افغان جمهور رئيس به همدارنګه په حيدراباد ښار کې د (انډيا فاونډېشن)لخوا جوړې شوې غونډې ته وينا وکړي او له بېلا بېلو اقشارو سره به وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA