ads

په ارزوګان کې ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

په ارزوګان کې د ملکي وګړو په يوه کور کې د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وږی 1397
په ارزوګان کې ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

په ارزوګان کې د ملکي وګړو په يوه کور کې د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د ولايتي روغتون مشر امين الله توخي کليد ته وويل چې پرون د ترينکوټ اړوند اوبردې سيمه کې د افغان ځواکونو يوه هاوان مرمۍ د ملکي وګړو پر يوه کور لګېدلې چې ۵ تنه پکې وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
نوموړی زياتوي، دغه راز يو بل جسد هم د دغه ولايت د تالاني له سيمې روغتون ته ور وړل شوی خو څرګنده نه ده چې دغه کس د چا له لوري ويشتل شوی دی.
له بل لوري د دغې پېښې د قربانيانو کورنۍ وايي، د جګړې دواړه لوري د ملکي وګرو د ژوند خونديتوب ته پام نه کوي.
په دې تړاو مو هڅه وکړه د اروزګان د امنيتي چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو خو په دې هڅه کې بريالي نه شوو.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې د افغان ځواکونو او د حکومت د وسله والو مخالفينو په نښتو کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو پېښې ډېرې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA