ads

په کابل ښار کې د ځانمرګو او ډله ييزو بريدونه مخه ونيول شوه

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په څو بېلا بېلو عملياتو کې د کابل ښار په مختلفيو ناحيو کې د داعش ډلې ۲۶ غړي نيولي دي. د ملي امنيت د عمومي رياست يو سرچينې کليد ته وويل، د دغه کسانو مشري عبدالله چې د سلطان شاه زوی دی په غاړه لرله. د سرچينې په خبره، د […]

نویسنده: mayar
27 وږی 1397
په کابل ښار کې د ځانمرګو او ډله ييزو بريدونه مخه ونيول شوه

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په څو بېلا بېلو عملياتو کې د کابل ښار په مختلفيو ناحيو کې د داعش ډلې ۲۶ غړي نيولي دي.
د ملي امنيت د عمومي رياست يو سرچينې کليد ته وويل، د دغه کسانو مشري عبدالله چې د سلطان شاه زوی دی په غاړه لرله. د سرچينې په خبره، د دغه کس په مشرۍ د داعش ډلې غړي له بېلا بېلو ولايتونو کابل ښار ته دننه شوي وو او په بېلا بېلو سيمو کې پټ شوي وو.
سرچينه زیاتوي، دغو کسانو غوښتل د فرصت په موندلو سره د محرم په ورځو په ځانګړي ډول د عاشورا په ورځ ځانمرګي او ډله ييز بريدونه وکړي، خو د امنيتي ځواکونو د ځانګړو تدابيرو له مخې په وخت سره ونيول شول او پلانونه يې شنډ شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA