ads

په هرات کې ايران ته د ډالرو يو قاچاق وړونکی ونيول شو

د هرات ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د ډالرو د يوه قاچاق وړونكي د نيولو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
27 وږی 1397
په هرات کې ايران ته د ډالرو يو قاچاق وړونکی ونيول شو

د هرات ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د ډالرو د يوه قاچاق وړونكي د نيولو خبر وركوي.
د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، نيول شوي كس غوښتل په يوه موټر كې ځاى پر ځاى شوي شاوخوا ۳۸ زره امريكايي ډالر ايران ته ولېږدوي.
هغه كليد ته وويل، تورن كس د افغانستان او ايران په مرزي صفري نقطه كې وپېژندل او د افغان ځواكونو له لوري ونيول شو.
په دې وروستيو كې د بهرنيو اسعارو په ځانګړې توګه د امريكايي ډالر په مقابل كې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ډول ټيټ شوى دى.
د افغانستان بانك چارواكي وايي، كه له هېواده بهر ته د ډالرو د قاچاق مخه ونه نيول شي، د ډالر په وړاندې به د افغانۍ ارزښت نور هم ټيټ شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA