ads

سوري ځواكونو يوه روسۍ پوځي الوتكه ويشتلې

د روسيې دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد يوه پوځي الوتکه د سوريې د دفاعي سيسټم په توغندي لګېدلې او ټوله عمله يې، چې ۱۵ تنه وو، وژل شوې ده.

نویسنده: mayar
27 وږی 1397
سوري ځواكونو يوه روسۍ پوځي الوتكه ويشتلې

د روسيې دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد يوه پوځي الوتکه د سوريې د دفاعي سيسټم په توغندي لګېدلې او ټوله عمله يې، چې ۱۵ تنه وو، وژل شوې ده.
مسکو په دغه پېښه کې اسراييل پړه بللي او استدلال کوي، چې اسراييلي جېټ الوتکو له روسي الوتکې د سپر په توګه استفاده کړې او دا الوتکه يې د سوريې دفاعي خط ته برابره کړې ده.
روسيې ويلي، اسراييلو ته به مناسب ځواب ورکړي.
د روسي پوځ په وينا، ياده الوتکه د سوريې ساحل ته په ۲۳ کيلومټرۍ کې خپلې اصلي اډې ته ستنېدله، چې د توغندي ښکار شوه.
د اسراييلو د پوځ وياند بيا د پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، دوی د بهرنيو راپورونو په تړاو نظر نه ورکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA