ads

جمهور رئيس غني سبا هند ته ځي

ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني سبا په يو ورځني رسمي سفر هند ته لاړ شي.

نویسنده: mayar
27 وږی 1397
جمهور رئيس غني سبا هند ته ځي

ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني سبا په يو ورځني رسمي سفر هند ته لاړ شي.
د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري وايي، جمهور رئيس غني به د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره ځانګړې ليدنه ولري.
د هغه په وينا، افغان جمهور رئيس به همدارنګه په حيدراباد ښار کې د (انډيا فاونډېشن) لخوا جوړې شوې غونډې ته وينا وکړي او د غونډې د ګډونوالو پوښتنې به ځواب كړي.
چخانسوري زياتوي، په دغه سفر کې به يو شمېر چارواکي هم له جمهور رئيس غني سره ملګري وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA