ads

افغانستان د اسيا جام لوبو کې سريلانکا ته ماتې ورکړه

په متحده عربي اماراتو كې د كركټ د اسيا جام د ترسره كېدونكو سياليو په درېيمه لوبه كې افغانستان تېره شپه سريلانكا ته په ۹۱ منډو ماتې وركړه او د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووت.

نویسنده: mayar
27 وږی 1397
افغانستان د اسيا جام لوبو کې سريلانکا ته ماتې ورکړه

په متحده عربي اماراتو كې د كركټ د اسيا جام د ترسره كېدونكو سياليو په درېيمه لوبه كې افغانستان تېره شپه سريلانكا ته په ۹۱ منډو ماتې وركړه او د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووت.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ۵۰ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۹ منډې وكړې، خو د سريلانكا لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړ او ټول لوبغاړي يې په ۴۱ اعشاريه ۲ اورونو كې د ۱۵۸ منډو په كولو له لاسه وركړل.
تر دې مخكې سريلانكا خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته بايللې وه.
د دواړو لوبو په بايللو سره د سريلانكا د كركټ ملي لوبډله د اسيا جام له سياليو بهر شوه.
افغانستان به خپله دوهمه لوبه د راتلونكې پنجشنبې په ورځ له بنګله دېش سره ولري.
د كركټ د اسيا جام سياليو څلورمه لوبه نن د هند او هانګ كانګ د لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.
دا سيالۍ د روانې سپټمبر مياشتې تر ۲۸مې نېټې دوام كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA