ټاکل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسيا جام په سياليو کې خپله لومړۍ لوبه له سريلانکا سره ترسره کړي.
دغه لوبه د افغانستان په وخت د مازديګر په څلورو بجو پيلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې سريلانکا وړمه ورځ خپله لومړۍ لوبه په ستر توپير بنګلهدېش ته وبايلله او ښايي په ننۍ لوبه کې د افغان لوبډلې تر فشار لاندې وي.
د اسيا جام په سياليو کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ۶ لوبډلې؛ افغانستان، سريلانکا، بنګله دېش، پاکستان، هند او هانګ کانګ لوبېږي.
افغانستان خپله دويمه لوبه د روانې مېلادي مياشتې په شلمه له بنګله دېش سره کوي.
که چېرې افغانستان نن په دغه لوبه کې سريلانکا ته ماتې ورکړي په مستقيم ډول دويم پړاو ته لاره مومي او سريلانکا له دويم پړاو بې برخې کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ