ads

د اسيا جام سياليو کې نن پاکستان او هانګ کانګ لوبه کوي

د كركټ د اسيا جام سياليو دوهمه لوبه نن د پاكستان او هانګ كانګ د لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.

نویسنده: mayar
25 وږی 1397
د اسيا جام سياليو کې نن پاکستان او هانګ کانګ لوبه کوي

د كركټ د اسيا جام سياليو دوهمه لوبه نن د پاكستان او هانګ كانګ د لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.
پرون په متحده عربي اماراتو كې د كركټ د اسيا جام د ترسره كېدونكو سياليو په لومړۍ لوبه كې بنګله دېش سريلانكا ته په ۱۳۷ منډو ماتې وركړه.
دا لوبه ماسپښين په دوبۍ كې پيل شوه او تېره شپه پاى ته ورسېده.
د بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې په ۴۹ اعشاريه ۳ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۱ منډې وكړې، خو د سريلانكا لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړ او ټول لوبغاړي يې په ۳۵ اعشاريه ۲ اورونو كې د ۱۲۴ منډو په كولو له لاسه وركړل.
په دې سياليو كې، چې د روانې سپټمبر مياشتې تر ۲۸مې نېټې دوام كوي، د افغانستان، پاكستان، هند، سريلانكا، بنګله دېش او هانګ كانګ لوبډلې لوبېږي.
افغانستان به سبا له سريلانکا او د روانې سپټمبر مياشتې په ۲۰مه نېټه له بنګله دېش سره لوبې ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA