ads

د بلخ د چهاربولك ولسوالۍ دوه كلي سقوط شول

د بلخ ولايتي شورا وايي، د دغه ولايت د چهاربولك ولسوالۍ تيمورك او ايمان كلي د جمعې په ورځ د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
24 وږی 1397
د بلخ د چهاربولك ولسوالۍ دوه كلي سقوط شول

د بلخ ولايتي شورا وايي، د دغه ولايت د چهاربولك ولسوالۍ تيمورك او ايمان كلي د جمعې په ورځ د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شوي دي.
د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد كليد ته وويل، د دې كليو په سقوط سره د مزار شريف – شبرغان لويه لار هم ناامنه شوې او دغه كار د هېواد د شمالي ولايتونو مسافر اندېښمن كړي دي.
خو د بلخ امنيه قومانداني د يادو كليو د سقوط خبره ردوي.
د دې ولايت امنيه قوماندان اكرم سامع وايي، وسله والو طالبانو غوښتل د بلخ او جوزجان ولايتونو د مرزي سيمو پر پوستو بريد وكړي، خو امنيتي ځواكونو پرون عمليات ترسره كړل، چې په ترڅ كې يې د طالبانو د بريد مخه ونيول شوه.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA