د هرات امنيتي چارواكي په فارسي ولسوالۍ كې ۱۸ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د يادې ولسوالۍ پر مركز بريد وكړ او له امنيتي ځواكونو سره يې جګړه د سهار تر دوو بجو روانه وه.
نوموړي زياته كړه، په دې جګړه كې اووه طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
د وليزاده په وينا، په نښته كې امنيتي سرتېرو ته تلفات نه دي اوښتي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه تبصره نه ده كړې.