ads

په بادغيس كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د بادغيس په مقر ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 وږی 1397
په بادغيس كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د بادغيس په مقر ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې ولايت كې د ملي اردو د درېيمې لېوا مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په مقر ولسوالۍ كې د دغې لېوا د ځواكونو په عملياتو كې پنځه طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د امنيتي ځواكونو له يادو عملياتو وړاندې طالبانو پلان درلود، چې د دې ولسوالۍ د سنګ اتش سيمې په چهلګزي كلي كې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وكړي.
د سرچينې په خبره، په جګړه كې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى او يو بل ټپي دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA