ads

په خوست کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د خوست په اداري کمپلکس کې د ۱۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې رياست لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 وږی 1397
په خوست کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د خوست په اداري کمپلکس کې د ۱۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې رياست لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې د خوست والي حکم خان حبيبي وويل چې د يادې ودانۍ چارې په په شاوخوا لسو مياشتو کې بشپړې شوې.
د والي په خبره چې پخوا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې کارکوونکو خپله ودانۍ نه لرله او کارونه به يې له خنډ او ځنډ سره مخ کېدل، خو اوس به ددې ودانۍ په جوړېدو سره په اداري برخه کې شته ستونزې راکمې شي.
د يادونې ده چې په خوست کې اوس هم د ځينو ادارو کارکوونکي د ودانيو د نشت له کبله شکايتونه کوي او وايي چې د ودانۍ نشتون يې د کارونو پروړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.
خو والي حکم خان حبيبي ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې شته ستونزو ته يې پام دي او جمهور رييس د اداري کمپلکس د پاتې ودانيو لپاره بوديجه ځانګړې کړې چې په نږدې راتلونکې کې به يې کارونه پيل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA