84
۲۱ وږی ۱۳۹۷
لیکونکی: عصمت‌الله مايار

د ټاکنو کمېسيون له سياسي ګوندونو د همکارۍ غوښتنه وکړه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د نن ورځې تر پايه به ۷ اعشاريه ۳ ميليونه رای ورکوونکي د دغه کمېسيون په ډېتابېس کې ثبت شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې د لسو ولايتونو د رای ورکوونکو لست بشپړ شوی او ډېر ژر به چاپ شي.
له بل لوري د دغه کمېسيون وياند يو ځل بيا له سياسي ګوندونو غوښتنه وکړه څو د ټاکنو په بهير کې له دغه کمېسيون سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لري او شاوخوا ۱۴ ميليونه افغان کډوال، بي ځايه شوي او د ناامنو سيمو اوسېدونکي له رايې کارولو محروم شوي دي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *