ads

په پكتيا کې لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وشوه

امنيتي چارواكو په پکتيا کې لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.

نویسنده: mayar
20 وږی 1397
په پكتيا کې لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وشوه

امنيتي چارواكو په پکتيا کې لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ځواکونو د تندر دوه په نوم عملياتو په مهال، چې د مرکز ګردېز په چوڼۍ سيمه او زرمت ولسوالۍ کې ترسره شوي، د پاکستاني جنګياليو په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي او تر ۵۰ زيات ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درستيزوال روح الله خليل اوغلي له قوله ويل شوي، ياده مرګه ژوبله له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه كې او د توپچي او هوايي بريدونو له كبله طالبانو ته اوښتې ده.
سرچينه وايي، د طالبانو جسدونه په سيمو کې پاتې وو، چې نن سهار يادې قول اردو ته لېږدول شوي دي.
سرچينې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دې ادعا په تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA