146
۲۰ وږی ۱۳۹۷
لیکونکی: عصمت‌الله مايار

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ بولي ترسره شوه

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل بولي پرون ترسره شوه او د دې ليګ پنځو لوبډلو لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي وپېرل.
د کابل لوبډلې په مهمو لوبغاړو کې راشد خان، حضرت الله ځاځی او لوک رنکي، په پکتيا لوبډله کې شهزاد محمدي، شاهد افريدى او تيسارا پرېرا، په بلخ لوبډله کې محمد نبي، کرېس ګېل او کلين مونرو، په ننګرهار لوبډله کې انډري رسل، شفيق الله شفق او مجيب ځدراڼ او د کندهار لوبډلې په مهمو لوبغاړو كې بيا برنډن مکالم، اصغر افغان او پاور سټرلېنګ شامل دي.
هره لوبډله د لوبې په مهال څلور بهرني او اووه کورني يا افغان لوبغاړي لوبولی شي.
د افغانستان د كركټ غوره ليګ سيالۍ د روان ميلادي کال د اکټوبر مياشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پيلېږي، د دې مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام کوي او ټولې به ۲۳ لوبې وشي.
هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ د مازديګر په څلورو بجو او دوهمه د شپې په اتو بجو پيلېږي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *