141
۲۰ وږی ۱۳۹۷
لیکونکی: عصمت‌الله مايار

امريکا نړيوالو هوايي ټرانسپورټي شرکتونو ته خبرداری ورکړ

امريکا نړيوالو هوايي ټرانسپورټي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې د پرواز په مهال دې د ايران له هوايي حريمه ګټه نه اخلي.
د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا د هوايي چلند فډرالي ادارې له نړيوالو هوايي ټرانسپورټي شرکتونو غوښتي، چې د خپلو مهالوېشونو د جوړولو په وخت دې د ايران له فضا د ګټې اخيستنې په تړاو د واشنګټن او تهران ترمنځ ستونزې په پام کې ونيسي.
د متحدو ايالتونو د الوتنو د خدمتونو دفتر هم، چې د هوايي کرښو لپاره د هېوادونو د فضا په اړه امنيتي معلومات چمتو کوي، اعلان کړی چې د واشنګټن او تهران د اړيکو خراب وضعيت بايد د الوتنو لپاره د ايران له فضا د ګټې اخيستنې په مهال په پام کې ونيول شي.
دې دفتر دغه راز ټينګار کړی، پر دې سربېره چې د تېر ميلادي کال له نومبر مياشتې راهيسې د عراق د فضا بيا ځلي پرانيستل کېدو د الوتنو د کرښو ټاکلو لپاره فرصتونه ډېر کړي، خو بيا هم په ټوليز ډول په دغه سيمه کې يوه مناسبه لاره وجود نه لري او شرکتونه بايد پخپله د عراق يا ايران د فضا د ټاکلو په برخه کې تصميم ونيسي.
د امريکا حكومت تېر کال هم د ايران له هوايي حريمه د ګټې اخيستنې په تړاو ورته خبرداری ورکړی و.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت هم څه وخت مخکې خپلو وګړو ته سپارښتنه وکړه، چې د واشنګټن او تهران اړيکو د ترينګلتيا له کبله ايران ته سفر ونه کړي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *