د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې په ترڅ كې له ۲۰ زياتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ملا دوست سيمې پر امنيتي پوستو بريد وكړ، خو امنيتي ځواكونو په شا وتمبول.
د نوموړي په خبره، په جګړه كې د طالب قوماندان ملا ملوك په ګډون اته مخالفين وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.
اميني زياته كړه، د نښتې په مهال څلور پوليس هم ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ