ads

په اروزګان کې د شهيدانو کورنۍ د جګړې له دواړو اړخونو د سولې او خبرو غوښتنه کوي

په اروزګان کې د شهيدانو کورنۍ له وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت غواړي چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او پرېنږدي چې وينه تويېدنه نور هم دوام وکړي.

نویسنده: mayar
19 وږی 1397
په اروزګان کې د شهيدانو کورنۍ د جګړې له دواړو اړخونو د سولې او خبرو غوښتنه کوي

په اروزګان کې د شهيدانو کورنۍ له وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت غواړي چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او پرېنږدي چې وينه تويېدنه نور هم دوام وکړي.
په اروزګان کې د کليد راډیو خبريال احسان الله ولسمل له داسې کورنۍ سره هم خبرې کړې دي چې د کورنۍ پنځه غړي يې شهيدان شوي او د پنځو واړو د ماشومانو سرپرستي يو تن ته ور غاړې ده.
د شهيدانو د کورنۍ دغه غړی هم له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې نور جګړه پرېږدي او د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي تر څو نورې کورنۍ بې سرپرسته نه شي.
دوی وايي، له هغه وروسته يې چې د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي دي له سختو ستونزو سره مخ دي او دولت هم ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
له بل لوري د اروزګان مرستيال والي عطاالله فضلي وايي، له يو شمېر بې سرپرسته او اړو کورنيو سره يې د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته کړې ده.
مرستيال والي هم له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې له افغان حکومت سره جګړه بس کړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
خو طالبانو بيا په ځلونو ټينګار کړی دی چې يوازې له امريکا سره خبرې کوي او تر هغې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي خپلې جګړې ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د شهيد اوونۍ پيل شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA