ads

د جوزجان د خم آب ولسوالۍ سقوط شوه

د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت خم آب ولسوالي له دوه ورځنۍ جګړې وروسته د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوه.

نویسنده: mayar
19 وږی 1397
د جوزجان د خم آب ولسوالۍ سقوط شوه

د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت خم آب ولسوالي له دوه ورځنۍ جګړې وروسته د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوه.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحفيظ خاشي کليد ته وويل، طالبانو د دې ولايت له ټولو ولسواليو خپل وسله وال راټول کړي وو او په خم آب ولسوالۍ كې يې د امنيتي ځواکونو په وړاندې جګړه کوله، چې بالاخره د ولسوالۍ مقام نن سهار شاوخوا څلور بجې طالبانو ونيوه. د نوموړي په خبره، د دغې ولسوالۍ امنيه قومانداني، چې د ولسوالۍ له ودانۍ څخه شاوخوا اووه کيلو مټره لرې ده، د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده او اوس هم هلته جګړه دوام لري.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر زياته كړه، په دې نښته كې اته امنيتي سرتېري وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
نوموړى كه څه هم د طالبانو د مرګ ژوبلې د كره شمېر په اړه معلومات نه لري، خو ټينګار كوي، چې هغوى ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل پلو وسله والو طالبانو هم د خم آب ولسوالۍ د نيولو ادعا كړې او وايي، په جګړه كې يې ۱۰ امنيتي سرتېري وژلي او د يوه قوماندان په ګډون نهه سيمه ييز پوليس ورته تسليم شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA