74
۱۹ وږی ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

تر ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو د كركټ ملي لوبډله هند ته لاړه

د افغانستان تر ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو د كركټ ملي لوبډله نن د اسيايي جام سياليو لپاره د چمتووالي په هدف د تمريناتي کمپ لپاره هند ته لاړه.
د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، له دغې ۱۵ كسيزې لوبډلې سره درې احتياطي لوبغاړي هم ملګري دي، چې په تمريناتي كمپ كې به برخه واخلي.
سرچينه وايي، لومړى پنځه ورځنى تمريناتي کمپ ترسره كېږي او بيا به افغان لوبډله د نيپال، هند او د هند NCA تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو له لوبډلو سره تمريناتي لوبې وکړي، چې تر لوبو وروسته به يو ځل بيا د پنځو ورځو لپاره خپل تمرينات په دغه هېواد کې ترسره کړي.
د سرچينې په خبره، د افغانستان تر ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو د كركټ ملي لوبډله به د روانې سپټمبر مياشتې په ۲۵ نېټه له هنده بنګله دېش ته سفر وکړي او هلته به په اسيايي سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د همدې مياشتې په ۲۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو، دوهمه لوبه د اکټوبر په لومړۍ نېټه د نيپال او درېيمه لوبه د دې مياشتې په دوهمه نېټه د هند په وړاندې وكړي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *