ads

په ميدان وردګ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري

د ميدان وردګ ولايتي چارواكي وايي، پر دايميرداد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوى دى.
د دې ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې پر دې ولسوالۍ بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 وږی 1397

نوموړي زياته كړه، تازه دمي سرتېري سيمې ته رسېدلي او د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ جګړه اوس هم روانه ده.
د منګل په وينا، په دې جګړه كې تراوسه ۵۲ طالبان وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان دي.
هغه د نښتې په مهال د دايميرداد ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون د ۱۰ امنيتي سرتېرو وژل كېدل هم تاييد كړل.
وسله والو طالبانو بيا د يادې ولسوالۍ د شپږو امنيتي پوستو د نيولو، ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو او د ځينو نورو د ژوندي نيولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA