د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو د دې ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ پر يوې پوستې د بريد په مهال درېيو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پكتيا د والي وياند عبدالله حسرت كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه پر چيلم پوستې بريد وكړ، خو امنيتي ځواكونو يې بريد په شا وتمبوه.
د هغه په وينا، په جګړه كې د دولت له ۲۰ زياتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
حسرت زياته كړه، د نښتې په ترڅ كې د عامه نظم يو ساتونكى هم وژل شوى او دوه نور امنيتي سرتېري ټپيان دي.
وسله والو طالبانو بيا ويلي، چې په جاني خېلو ولسوالۍ كې يې پر يوې پوستې بريد كړى او اته پوليس يې وژلي دي.
دوى ادعا كوي، چې د دې پوستې ټولې وسلې او مهمات يې ترلاسه كړي دي.