ads

په پكتيا كې اته وسله وال طالبان وژل شوي

په پكتيا كې هوايي بريد او د ماين چاودنې اته وسله وال طالبان وژلي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د زرمت ولسوالۍ په ملايانو سيمه كې تېره شپه د غوڅ ملاتړ ماموريت په هوايي بريد كې شپږ طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 وږی 1397
په پكتيا كې اته وسله وال طالبان وژل شوي

په پكتيا كې هوايي بريد او د ماين چاودنې اته وسله وال طالبان وژلي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د زرمت ولسوالۍ په ملايانو سيمه كې تېره شپه د غوڅ ملاتړ ماموريت په هوايي بريد كې شپږ طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د ياد هوايي بريد له كبله د وسله والو مخالفينو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي او له طالبانو پرته بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د پكتيا د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر همدارنګه وايي، د احمدخېلو ولسوالۍ په موشکې سيمه کې وسله والو مخالفينو غوښتل په عامه سړک کې ماين ځاى پر ځاى کړي، چې خپل ماين پرې چاودنه كړې او دوه تنه يې وژلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA