ads

په خوست کې د کبډي سيالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې

په خوست کې د کبډي هغه سيالۍ، چې ۱۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې، د ښاروالۍ لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
په دغه ولايت د کبډي لوبو استازى کرامت خان وايي، په دې سياليو کې څلورو لوبډلو ګډون درلود، چې په پايلوبه کې د ښاروالۍ لوبډلې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتله شوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 وږی 1397

کرامت خان د سياليو هدف د کبډي منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پيدا کول وبلل.
د يادونې وړ ده، چې په يادو سياليو كې د خوست ورزشي امريت، ښاروالۍ، امنيه قوماندانۍ او د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست لوبډلو برخه لرله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA