ads

د خوست له ملکي روغتون سره د طبي وسايلو مرسته وشوه

د خوست له ملکي روغتون سره د امريکا د پراختيايي ادارې (USAID) لخوا د ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 وږی 1397
د خوست له ملکي روغتون سره د طبي وسايلو مرسته وشوه

د خوست له ملکي روغتون سره د امريکا د پراختيايي ادارې (USAID) لخوا د ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه.
د دې ولايت د عامې روغتيا رئيس حبيب شاه انصاري وايي، په دغو طبي وسايلو کې د ډيجيټل ايکسرې او جېن اېکسپېرټ ماشينونه شامل دي، چې د نري رنځ په تشخيص کې ورڅخه ګټه پورته کېږي.
د هغه په خبره، د يادو طبي وسايلو په کارولو سره به په خوست كې د نري رنځ په پېښو كې د پام وړ کموالى راشي.
د خوست ملکي روغتون د چارواکو په وينا، له دوى سره په منځني ډول هره مياشت د نري رنځ ۷۰ مثبتې پېښې ثبتېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA