ads

په پکتيکا کې سليمان غر دوديزه مشاعره او مېله وشوه

د پکتيکا د ولايت مقام د مېلمستون په انګړ کې تېره شپه د سليمان غر په نوم دوديزه مېله او مشاعره وشوه، چې په كې د پکتيکا د مرکز او ولسواليو پر شاعرانو او ليکوالانو سربېره د کابل، پکتيا، خوست، اروزګان، غزني او يو شمېر نورو ولايتونو ليکوالانو او شاعرانو او همدارنګه سلګونو پکتيکاوالو ځوانانو او د فرهنګ او شعر مينه والو ګډون کړى و.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 وږی 1397

دغه مېله او مشاعره، چې د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري او ورسره د ياران او ښرنې ادبي بهيرونو په مرسته جوړه شوې وه، تر پخوانيو هغو يې رنګيني او د خلکو ګډون دوه برابره زيات او خورا په زړه پورې و.
د مشاعرې د سر په خبرو کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت له نورو ولايتونو نه راغليو مېلمنو شاعرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دا ډول مشاعرو او ورسره د شعر پر ارزښت خبرې وکړې او په اوسني وخت کې يې د شعر له لارې د خلکو د ذهنونو پر روښانه کولو رڼا واچوله.
د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئيس حميدالله هميم هم د مشاعرې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او له ياران او ښرنې ادبي بهيرونو نه د مننې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رياست پر کړنو او د دا ډول ناستو او مشاعرو پر ارزښت خبرې وکړې.
تر دې وروسته مشاعره پيل شوه، چې شاعرانو په کې خپل عشقي، حماسي، له هېواد سره د مينې، روانو حالاتو او سولې په اړه شعرونه وويل، چې د ګډونوالو له لوري له تود هرکلي او تودو احساساتو سره مخ شول.
خپله شاعران او ليکوالان هم دا ډول مشاعرې او ناستې ډېرې مهمې ګڼي.
دوى وايي، په دا ډول مشاعرو خلکو ته د ذهنيت ورکولو ترڅنګ نوي استعدادونه هم غوړېږي او فرهنګي چارې لا پياوړې کېږي.
د يادونې ده، چې سليمان غر دوديزه مېله او مشاعره هر کال د اوړي په موسم کې په پکتيکا کې جوړېږي او د دې ترڅنګ په دې ولايت کې بېلابېل ادبي بهيرونه هم هره اونۍ په خپلو اونيزو ادبي ناستو کې مشاعرې او کره کتنې ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA